انتوني فاوسي: په امريکا کې د کرونا وبا ضد مبارزه پر ناسم لوري روانه ده
CRI2021-07-26 09:54:18
شريکول:

د امريکا د ساري ناروغو متخصص انتوني فاوسي د جولای په ۲۵مه نېټه ويلي، چې په دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسين د ورکولو سرعت ورو شوی او د کوويډ-۱۹د ډيلټا بڼې نوې څپه پکې په خورېدو ده او وضعيت به ډېر خراب کړي.

نوموړي ويلي، چې دا يوه سخته مسئله ده چې په امريکا کې تر اوسه ۵۰ سلنه خلکو د کرونا ضد واکسين نه دی کړی او زياته کړې يې ده، چې امريکايان لا هم په خطرونو کې دي.

د جولای په ۲۴مه نېټه په امريکا کې د کرونا ۵۱ زره نوې پيښې ثبت شوي، چې د تيرو دوو اونيو په پرتله ۱اعشاريه ۷۲ چنده زياتوالی ښيي او په دې وروستيو ورځو کې په دغه هېواد کې هره ورځ څه دپاسه ۲۵۰ تنه د دغې وبا له امله مړه شوي دي.

د باوري سروې له مخې په هغو امريکايانو کې ۸۰ سلنه کسانو چې د کرونا ضد واکسين يې نه دی کړی، دا نظر لري، چې که حکومتي کارکوونکي هم څومره ترې د واکسين کولو غوښتنه وکړي، خو دوی به واکسين ونه کړي.