د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د ادارې مرستيال سون چنګ های د جولای په ۲۶مه نېټه وويل، چې د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون مساحت به ۳۶۰ زره متره مربع ته ورسيږي، د ګډونوالو مشهورو او سترو نړيوالو تصديو او شرکتونو شمېر به يې د تېرې دورې په پرتله زيات وي او ۸۰ سلنه ګډوال به يې هغه شرکتونه او تصدۍ وي، چې د تېرې دورې په نندارتون کې يې هم ګډون کړی و. تر اوسه پورې تر ۵۰ زياتو هېوادونو په نوموړي نندارتون کې ګډون تاييد کړی دی.