اسرائيل په غزه کې د حماس پر پوځي هدف هوايي بريد کړی
CRI2021-07-26 14:41:23
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پوځي ادارې د جولای په ۲۵مه نېټه وويل، چې جنګي الوتکې يې د همدې ورځې په شپه په غزه کې د حماس پر يوه پوځي هدف بريد کړی دی. د فلسطين چارواکو ويلي، چې د اسرائيل دغه هوايي بريد چا ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د اسرائيل د پوځي ادارې په يوې اعلاميې کې راغلي، چې اسرائيلي جنګي الوتکې د هغې پېښې په مقابل کې د حماس پر پوځي تاسيساتو بريد کړی، چې همدغه سازمان په همدې ورځ د اسرائيل پر لور لمبه يي يا اور اچونکي بالونونه ورليږلي وو. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې اسرائيل به د حماس د " ترهګريزو کړنو " د نيت پر ضد نور هم ځواکمن ګامونه پورته کړي.

د فلسطين د سرچينې په وينا، اسرائيلي جنګي الوتکو د جولای د ۲۵مې نېټې په شپه د حماس فرعي څانګې غزالدين قسام کنډک پر پوځي اډې او زياتو کروندو هوايي بريدونه کړي، خو چا ته يې مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.