شيه فنګ : ځيني امريکايان بايد چين خپل دښمن ونه بولي
cri2021-07-26 14:29:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت معين شيه فنګ د جولای په ۲۶ مه نېټه د دغه هېواد په تيان جين ښار کې له خپلې امريکايي سيالې ويندي شېرمن سره د خبرو پر مهال وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ځکه له رکود سره مخامخ دي، چې ځيني امريکايان چين خپل دښمن بولي او ناسم پوی شوي دي. 

شيه فنګ وويل، کارپوهان وايي، چې ځيني امريکايي سياستوال چين د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې له جاپان  او د سړې جګړې په موده کې له پخواني شوروي اتحاد سره مشابه کوي، څو زيات امريکايان چين خپل دښمن وبولي او د خپل هېواد د موجودو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو مسئوليت پر چين واچوي. 

نوموړي زيات کړه، چې امريکايي حکومت په ټول توان ټوله امريکايي ټولنه دې ته هڅوي چې د چين مخه ونيسي. هغه وويل، امریکا د چين د پرمختګ د مخې نيولو له لارې خپلې کورنۍ ستونزې نه شي حلولی او خپلې بادارۍ ته هم دوام نه شي ورکولی. چين له امريکا څخه غواړي چې خپله دا ناسمه مفکوره لرې کړي او د چين په اړه دې اوسنۍ ناسمې تګلارې بدلې کړي.