د چين د ميوزيمونو د اصلاحاتو او پرمختګ په کاري غونډې کې معلومات ورکړل شوي، چې پدې وروستيو کلونو کې په دغه هېواد کې د ميوزيمونو شمېر او کيفيت ډېر لوړ شوی او هر, ۲۵۰ زرو کسانو لپاره يو ميوزيم لري.
په تېرو پنځو کلونو کې يا د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۳م ملي پلان د پلي کېدو په موده کې په دغه هېواد کې د ميوزيمونو شمېر له ۴۶۹۲ څخه ۵۷۸۸ ته زيات شوی، پدې مانا چې د يادې مودې په هرو دوو ورځو کې يو نوی ميوزيم جوړ او پرانيستل شوی دی. هر کال د ميوزيمونو د نندارچيانو منځنی شمېر له ۷۰۰ ميليونو څخه ۱ میليارډ او ۲۰۰ ميليونو ته زيات شوی او هر کال کابو سل ميليونه زياتوالی پکې راغلی دی.
د دې ترڅنګ هر کال په ميوزيمونو کې نندارې ته د وړاندې شوو اثارو منځنی شمېر څه باندې ۲۰ زره ښودل شوی دی.
د چين د کلتور او سيلانۍ وزير هو هه پينګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، له ميوزيمونو څخه کتنه د چينايانو د ډېرې خوښې وړ عادت ګرځېدلی دی.