د يو نيسکو د ۴۴مې نړيوالو ميراثونو کمېټې د جولای په ۲۵مې نېټې يوه غونډه ترسره کړه، چې له مخې يې
د چين چوان جو ښار هم د پخواني نړيوال اقتصادي او سوداګريز سمندري مرکز په توګه د نړيوالو میراثونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
چوان جو په چين کې شپږ پنځوسم ځای دی، چې د يادې کمېټې لخوا د نړیوال ميراث په توګه پېژندل شوی دی.
چوان جو د چين په جنوب ختيځ فو جيان ولایت کې موقعيت لري او د ورېښمو د لرغونې سمندري لارې د پيل ټکي په توګه بلل کيږي. دغه ځای له لسمې څخه تر څوارلسمې ميلادي پېړې پورې په ختيځې اسيا او جنوب ختيځې اسيا کې يو لوی سمندري سوداګريز محور و او د دغو سيمو د اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.