په تيان جين ښار کې د چین او امريکا ترمنځ خبرې اترې صميمي وې
cri2021-07-27 12:09:16
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۶مه نېټه په تيان جين ښار کې د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو په هکله وويل چې دغه خبرې اترې صميمي وې او له دې کبله متقابل تفاهم زيات شوی چې دا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي سالم پرمختګ لپاره ګټوره ده. دواړو خواوو په يادو خبرو اترو کې د دوه اړخيزو اړيکو مسئلې يادې کړې دي. چين د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره خپل دريځونه بيان کړي او د امريکا له هغو کړنو سره يې مخالفت څرګند کړی چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د چين ګټو ته يې زيان رسوي. چين هيله لري چې امريکا به خپلې تېروتنې سمې کړي. د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو استازو په دغو خبرو اترو کې د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې. نوموړي زياته کړه چې امريکا د اقليمي بدلون، د ايران او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلو د حل وفصل په برخو کې د چين همکارۍ غواړي.

د خبر له مخې په دغو خبرو اترو کې چين امريکا ته دوه مهم ليستونه وړاندې کړي او د پلي کېدو غوښتنه يې ترې کړې ده.