د ايران امنيتي او استخباراتي ادارو يوه ترهګريزه ډله نيولې
cri2021-07-27 12:18:06
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران په جنوب کې د فارس ولایت د عدلي ادارې مسئول کاظم موسوي د جولای په ۲۶مه نېټه وويل چې د دې هېواد امنيتي او استخباراتي ادارو په دې وروستيو ورځو کې يوه ترهګريزه ډله په نښه کړې او ۳۶ تنه يې نيولي دي.

د ده د معلوماتو له مخې په نيول شويو ۳۶ تنو کې يوولس تنه يې د فارس ولايت اوسېدونکي او نور ۲۵ تنه يې د ايران د ختیځو او لويديځو ولايتونو اوسېدونکي دي. د ايران امنیتي او استخباراتي ادارو په ګډو عملياتو کې ګڼ شمېر وسلې او بمونه هم تر لاسه کړي دي.

موسوي وويل چې دغه ترهګريزه ډله د تکفيري په نوم له تندلارۍ ډلې سره تړاو لري او پلان يې درلود چې د ايران په څو ولايتونو کې ترهګريز عمليات تر سره کړي. سربېره پردې دوی په انټرنېټ کې اړوند ترهګريزې ويډيوګانې هم خپرې کړې دي.(غاټول)