د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ د جولای د ۲۶مې نيټې په سهار د سيلاب او وچکالۍ د مخنيوي په مرکز کې د يوې ويډیويي غونډې مشري وکړه او د سيلاب د مخنيوي او د سيلاب ځپلو وګړو د ژغورنې کارونه يې ترتيب کړل.
د چين د بېړني حالت وزارت په دې غونډه کې اړوند معلومات وړاندې کړل. صدراعظم لي که چيانګ، د هه نان، هه بۍ، جيانګ سو، جه جيانګ او ان هوي ولايتونو په شمول د ځينو ولايتي حکومتونو له عمده مسؤلينو سره ويډيويي خبرې اترې وکړې او د هوا پېژندنې د ادارې، د اوبو لګولو، د کورونو او ښارونو او علاقه داريو د ابادۍ او ترانسپورټ د وزارتونو د چارواکو راپورونه يې واوريدل. هغه د سيلاب ځپلو وګړو د ژغورنې کارونه ښه ترتيب کړل او له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد د خلکو سراو مال خونديتوب ته بايد جدي پاملرنه وکړي.(غاټول)
د جه جيانګ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د سيلابونو ضد بېړني کارونه روان دي
د هه بۍ ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د ژغورنې کارونه روان دي