وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له معينې ويندي شېرمن سره وکتل
CRI2021-07-27 14:50:31
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای د ۲۶مې نيټې له غرمې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له معينې ويندي شېرمن سره ليدنه وکړه. وانګ يي په خپلو خبرو کې  وويل، چې اوس د چين او امريکا تر منځ اړيکې له مشکلاتو او ننګونو سره مخ دي. امريکا بايد پر دې فکر وکړي، چې ايا دغه اړيکې د لا نور خرابي لور ته بيايي او که نه ښه والی یې غواړي او لاره يې بايد خپله وټاکي.

نوموړي چين ته  د ویندي شېرمن سفر د دواړو هېوادونو د ډيالوګ او خبرو اترو يوه مهمه برخه وبلله او ويې ويل، چې  دواړه خواوې بايد د مسلسلو خبرو اترو له لارې خپلمنځي تفاهم زيات کړي، غلطي پيژندنې دې لغوه کړي، د غلط قضاوت مخه دې ونيسي او توپيرونه دې کنټرول کړي.

وانګ يي وويل، ، چې د امريکا د ولسمشر جو بايډن په مشرۍ نوی حکومت په ټوله کې    د چين پر وړاندې  د تېرې دورې حکومت افراطي او ناسمې تګلارې پر مخ بیايي او په پر له پسې ډول د چين سرې کرښې ننګوي  او  پر چين فشارونه اچوي. چين د امريکا د دغو کړنو پر وړاندې چوپ نشي پاتې کېدلی او ټينګ مخالفت يې کوي. د دغو مسئلو اصلي لامل دا دی، چې امريکا د چين په هکله ناسم پوهاوی لري، چين ته د حريف حتی  دښمن په سترګه ګوري او موخه يې دا ده، چې د چين د عصري کيدو د بهير مخه ونيسي، خو د امريکې د دغه بد نيت د پلي کېدو امکان نه ليدل کيږي .

وانګ يي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار  وکړ او ويې ويل، چې امريکا بايد په دې پوی شي،   چې د چين پرمختګ او سمسورتيا د دغه هېواد او خلکو ټينګې هيلې دي او د تاريخي بدلون اړين تمايل هم دی. د چين ځانګړی سوسياليزم د دغه هېواد له ملي حالاتو او اړتياوو سره سمون لري او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د چين کمونېست ګوند له خلکو سره ټينګې اړيکې او ګډ برخليک لري او په دغه هېواد کې د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو وګړو ټينګ ملاتړ لري. د چين ملت بيا سمسورتيا به شاتګ  ونه کړي او هر ځواک او هر هېواد د دغه بهير مخه نه شي نيولی.  نوموړي په خپلو خبرو امريکا مخاطبه کړه او ويې ويل،  چې چين به د سوله ايز پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي، د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتيژي به غوره کړي، د تسلط او بادارۍ زړه تګلاره به ونه ټاکي او غواړي د امريکا په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډ پرمختګ او سمسورتيا ومومي . چين له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظام يو جوړوونکی او ګټې تر لاسه کوونکی دی او هيڅکله به په خپله نوی نظام جوړ نه کړي. چين به په ټينګار سره د ملګرو ملتونو په مرکزيت پر نړيوال سيتسم ټينګار وکړي، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظام ساتنه به وکړي او د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پر بنسټ د نړيوالو اړيکو  اساسي اصول به وساتي.

وانګ يي زياته کړه ، چې د چين د پرمختګ هدف د ټولو چينايانو د نيکمرغۍ لټول دي. د چين پرمختګ امريکا ته د ننګونو جوړول او د دغه هېواد د ځای نيولو په مانا نه دی. موږ له امريکا سره د سيالۍ  علاقه نه لرو او د چين پرمختګ د امريکا د کمزورې کولو په مانا هم نه دی. موږ هيڅکله خپلې نظريې او ايډيالوژي  او د پرمختګ شکل پر نورو نه تپو ، ځکه زموږ اصلي دريځ دا دی، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د پرمختګ لپاره له خپل حالت سره سمون لرونکې لارې  ولټوي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې  وويل ، چې چين له امريکا سره د توپيرونو د کنټرولولو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د لا سختوالي او حتی  له کنټرول نه د وتلو د مخنيوي په هدف ا دغه هيواد ته درې  فقره اييزې غوښتنې يعنې د چين درې سرې کرښې وړاندې کوي.

 لومړۍ، امريکا بايد د چين ځانګړې سوسياليستي لارې او نظام ونه ننګوي ،  تورونه دې ورباندې نه لګوي او ورنکاري دې نه کوي . دويم: امريکا بايد د چين د پرمختګ بهير د مخنيوي  نيت ونه لري. درېيم: امريکا بايد د چين  پر ملي حاکميت  تيری ونه کړي.

وانګ يي څرګنده کړه، چې چين تر ټولو لوی پرمختيايي هيواد او امريکا تر ټولو لوی پرمختللی هيواد دی او دواړه هيوادونه د يو بل ځای نشي نيولی.  د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د راتلونکې په هکله موږ څرګندې نظريې لرو، د خبرو اترو له لارې بايد يوه لاره ولټول شي، څو  دواړه لوي هېوادونه، چې د مختلفو نظامونو، کولتورونو درلودونکي او دپرمختګ د مختلفو پړاوونو په حال کې دي، په سوله کې ګډ ژوند وکولی شي.