امريکا دې د چين دوه ليستونه پلي کړي
CRI2021-07-27 10:23:44
شريکول:

د چين د خارجه وزارت مرستيال شيه فنګ د جولای په ۲۶مه نېټه د دغه هېواد په تيان جين ښار کې له خپلې امريکايي سيالې وېندي شيرمن سره وکتل. دا د روان کال تر مارچ وروسته د چين او امريکا د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ يوه بله کتنه وه. چيني خوا د دغې کتنې په ترڅ کې په جدي توګه له امريکا سره د اړيکو په اړه د چين اصول او دريځ بيان کړ، له امريکا څخه يې د خپلو شومو کړنو د بندولو ۴ غوښتنې وکړې او ۲ ليستونه يې ورته وسپارل. چين پر امريکا غږ وکړ چې بايد د چين په اړه ناسمې پوهې او اړوندې خطرناکې تګلارې بدلې کړي.

د چيني چارواکو له جدي څرګندونو څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ترينګلي حالت د بدلولو په پار د چين اندېښنې او دريځ څرګند شوی او نورو ته ي دا ښودلې چې امريکا بايد د اوسني حالت د رامنځته کېدو پړه پر غاړه واخلي. 

امريکا له دغې کتنې وړاندې هيله ښودلې وه چې چين ته د مېرمن شيرمن دغه سفر به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د بيا ترينګلتيا مخنيوی وکړي. په حقيقت کې امريکا بايد د چين جدي غوښتنو ته زيات پام وکړي او ۲ وړاندې شوي ليستونه دې پلې کړي. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ګټه وي. 

چين په خپل لومړي ليست کې له امريکا څخه غوښتنه کړې چې د چين کمونېست ګوند پر غړو، د دوی پر کورنيو او ځينو چيني زده کوونکو د ويزې محدوديتونه او پر چيني مشرانو، چارواکو او حکومتي څانګو ټول بنديزونه دې ليرې کړي، پر چيني تصديو، په امريکا کې پر چيني زده کوونکو او کنفوسيوس پوهنځيو دې ټول اچول شوي فشارونه لغوه کړي، د بهرنيو وکيلانو او ډيپلوماتيکو پلاويو په توګه د چيني رسنيو د بللو تګلارې دې بندې کړي او له کاناډا څخه د مېرمن منګ ون جو د سپارلو غوښتنه دې لغوه کړي. 

چين په خپل دوهم ليست کې په عمده توګه امريکا ته د ځينو چيني زده کوونکو د ويزې غوښتنو د ردولو، په دغه هېواد کې پر چيني اتباعو د غيرمساوي چلند، په امريکا کې پر چيني قونسلګريو او سفارت د ځينو کسانو د بريد کولو، په امريکا کې د اسيايانو او چينايانو ضد د دښمنۍ او پر چيني اتباعو د زورزياتي په شمول د څو ځانګړو پېښو په اړه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې او له امريکا څخه يې غوښتنه کړې چې داسې پېښې دې ژر حل کړي او د چيني اتباعو او ارګانونو قانوني حقونه دې وساتي.

 

( سپوږمۍ)