چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د نړيوالو ميراثونو د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي
cri2021-07-27 11:16:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د جولای په ۲۶مه نېټه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې د چين د چوان جو ښار د شاملېدو په مناسبت مبارکي وويله او دې ته يې اشاره وکړه، د نړيوالو میراثونو کميټې دغه چارې د چوان جو ښار هغه ارزښت په ګوته کړی او ستایلی چې د چين د سونګ او يوان په امپراطوريو کې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او کلتوري تګ راتګ د يوې کړکۍ، د ورېښمو د سمندري لارې د يو مهم ځای او د سمندري سوداګرۍ د يو نمونوي نړيوال بندر په توګه ګڼل کيږي.له دې څخه څرګنديږي چې نړيوالې ټولنې داسې منلې چې چوان جو ښار د تمدنونو ترمنځ د تبادلې، د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخو کې ډېر اهميت او تاريخي ارزښت لري.(غاټول)