چين: امريکا بايد د نړۍ لپاره حقيقت ووايي
cri2021-07-27 12:13:10
شريکول:

د ځينو هېوادونو خبري رسنيو او کارپوهانو په دې وروستيو ورځو کې امريکا غندلې چې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کار ته يې سياسي رنګ ورکړی دی. د دې ترڅنګ دوی دا هم ويلي چې امريکا بايد د ډيټريک فورټ په بيولوژيکي لابوراتوار کې د کرونا ويروس رښتينې پلټنه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۶مه نېټه اړوندو پوښتنو ته په ځوابونو کې وويل چې ځينو امريکايي سياستوالو د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې ته سياسي رنګ ورکړی او د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزه کې د خپلو ناکامېدو پړه يې پر نورو هېوادونو اچولې ده، خو نړيوال د دوی پر بد نيت ښه پوهيږي. امريکا اوس په نړۍ کې داسې هېواد دی چې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله پکې ډېر دی او په دغه هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې د نورو هېوادونو په پرتله مخکې پيدا شوې او د ډيتريک فورټ بيولوژيکې لابوراتوار رښتينی لامل لاهم نه دی افشا شوی. امريکا باید شفافه او مسئولانه رويه غوره کړي او د ياد لابوراتوار د پلټنې لپاره دې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو ته بلنه ورکړي تر څو د نړۍ لپاره حقيقت روښانه شي.(غاټول)