د چين د سي جي ټي اين فکري ارګان د جولای په ۲۶مه نېټه د انټرنېټي ټولپوښتنې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې د ۸۰ ٪ انټرنيټ کاروونکو په اند د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئله سیاسي شوې ده.
دغه ټولپوښتنه د جولای د ۲۴مې نيټې له سهار وختي څخه په چيني، بريتانوي، روسي، فرانسوي، هاسپانيايي او عربي ژبو په انټرنېټ کې پيل شوې وه. د جولای د ۲۵مې نيټې د شپې تر لسو بجو پورې د ټویټر ۹۰ ٪ هاسپانيايي کاروونکو، ۸۸ ٪ فرانسوي کاروونکو، ۸۳٪ روسي کاروونکو، ۷۰٪ انګليسي کاروونکو او ۶۸٪ عربي کاروونکو په اند د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې ته سياسي رنګ ورکړل شوې دی. په فېسبوک کې په منځنۍ توګه۸۳ ٪ بريټانوي، هاسپانيايي، فرانسوي او روسي کاروونکي ياد نظر لري.
برسېره پر دې، د چين د ويبلاګ ۹۵٪ کاروونکو همداسې نظر څرګند کړی دی.