د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۶مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولای په ۲۶مه د مازديګر تر شپږو بجو او ۲۸ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۲۲۲۹۴ زيات شوی چې په دې سره يې عمومي شمېر ۱۹۴۰۸۰۰۱۹ ته رسيدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۷۶۴۴ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۱۶۲۳۰۴ ته رسیدلی دی. (غاټول)