په عراق کې ميشت امريکايي ځواکونه به د روان کال تر پايه خپل جنګي ماموريت پای ته ورسوي
cri2021-07-27 11:20:14
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر جوبايډن د جولای په ۲۶مه نېټه وويل چې په عراق کې ميشت امريکايي ځواکونه به د روان کال په پای کې خپله جنګي ماموريت پای ته ورسوي، خو د عراقي سرتيرو د روزلو لپاره به د دې هېواد له پوځ سره مرستو ته دوام ور کړي.

جوبايډن د همدې ورځې په مازديګر په سپينې ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم مصطفی کاظمي سره د کتنې نه مخکې خبري رسنيو ته وويل چې امريکايي ځواکونه به د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې او د عراقي سرتيرو د روزلو لپاره له دې هېواد سره مرستو ته دوام ور کړي، خو د روان کال په پای کې به خپله جنګي دنده پای ته ورسوي.

هغه زياته کړه، دا د سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره ډېره مهمه ده چې امريکا او عراق د داعش ډلې پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.(غاټول)