له شينجيانګ سره د نورو سيمو د مرستو مستند فلم (( د واورې نيلوفر )) خپور شوی
CRI2021-07-28 15:45:02
شريکول:

په دې وروستيو کې په چين کې د (( غوړېدلي سوسون ګلان )) په نوم مستند فلم خپور شوی دی. په دغه فلم کې د هغو ۴۰ کسانو کيسې انځور شوي، چې دوی له شينجيانګ سره د مرستو د غوښتنې له مخې د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه دغې سيمې ته ورغلي او له ځايي خلکو سره يې د دې سيمې په ابادۍ کې ګډون کړی او د ځايي پرمختګ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي. راځئ! د دغه مستند فلم د لومړۍ برخې د دريو کسانو کېسه وګورئ.

د تېرې پېړۍ د پنځومې لسيزې په پيل کې د هو نان ولايت نژدې لس زره ځوانان شينجيانګ ته تللي او د دې سيمې د ابادۍ په چارو کې يې ګډون کړی دی،تاو يونګ له دوی څخه يوه ده. نوموړې په شينجيانګ کې په طبي ښوونځي کې ابتکاري زده کړې وکړې او وروسته يې د يوې جراحي ډاکټرې په توګه کار وکړ. هغه د نوي چين له جوړېدو وروسته په شينجيانګ کې له لومړنيو ښځينه جراحي ډاکټرانو څخه ده.

وو دنګ يون په ۱۹۶۳م کال کې له يانګ جو پوهنتون څخه فارغ شوی او وروسته يې د شينجيانګ په يولوغچات ولسوالۍ کې د جراحي ډاکټر په توګه کار کړی دی. نوموړي په ۱۹۷۲م کال کې د خوارځواکۍ ښکار ماشوم د ژغورلو لپاره له خپل ورون څخه ۱۳ ځلې پوستکی پرې کړی او په جراحي عملياتو کې يې د دغه هلک بدن پسې پيوند کړی دی.

جين شيانګ لونګ په ۲۰۰۵ م کال کې په جرمني کې د چاپيريال ساتنې تخصصي زده کړې وکړې او وروسته بېرته چين ته راستون شو. نوموړي د بېجينګ د چاپيريال د علومو اکاډمۍ کې هم کار کړی دی. هغه په ۲۰۱۷م کال کې له شينجيانګ سره د مرستندويه ډلې د چارواکي په توګه شينجيانګ ته ولاړ او هلته يې د ختن د ايکولوژۍ او چاپيريال ادارې د رئيسه منيجر دنده پر غاړه اخيستې ده. د ده له خوا جوړ شوی (( د ايکولوژۍ او چاپيريال په اړه د سپوږمکۍ د ليري څارنې سيستم )) د ځايي چاپيريال د څار او ادارې موثريت لوړ کړی او د ځايي کاني زېرمو او کروندو له طرحې او ادارې سره يې پوره مرستې کړې دي.