وانګ يي د افغان طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل
CRI2021-07-28 17:13:55
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۸مه نېټه په تيان جين ښار کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. ملا برادر سره په دغه سفر کې د دې ډلې ځينې غړي ملګرتيا لري.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د افغانستان تر ټولو لوی ګاونډی هېواد دی او تل يې د دغه هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا درناوی کړی او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې د نه لاسوهنې پر اصل او له ټولو افغانانو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار کړی دی. افغانستان د افغانانو هېواد دی او د دغه هېواد برخليک بايد د افغانانو په لاس کې وي. له دغه هېواد څخه د امريکا او ناټو د ځواکونو بېړنۍ وتنه د دغه هېواد په اړه د امريکا د پاليسۍ د ناکامۍ نښه ده او د افغانانو لپاره د خپل دولت د ثبات او پرمختګ مهم فرصت بلل کيږي.

برادر له چين څخه د ليدنې د فرصت په مناسبت د دغه هېواد د حکومت مننه وکړه او و يې ويل، چين تل د افغانانو د باور وړ ښه ملګری پاتې شوی دی. نوموړي د چين ستاينه وکړه، چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې په بهير کې يې هميشه عادلانه او مثبت رول لوبولی دی.