سروې: ډېری امريکايان د خپل هېواد سياسي نظام ستونزمن بولي
cri2021-07-28 13:00:40
شريکول:

د ايپسوس (IPSOS) د نظرپوښتنو نړیوالې کمپنۍ په امريکا کې نظرپوښتنه کړې او نتیجه يې خپره کړې، چې له مخې يې ٪۳۶ امريکايان د خپل هېواد ډيموکراسي په بحران کې پاتې بولي، ٪۵۰ امریکايان بيا ډيموکراسي له سختو ننګونو سره مخامخ بولي، ٪۷۵ خلک يې د دغه هېواد سياسي نظام نقيضه او بې رغنده بولي او ٪۷۱ خلک يې بيا پدې نظر دي، چې د امريکا عام وګړي د نظر څرګندولو کافي حقونه نه لري.

شننونکي پدې باور دي، چې ياده سروې د امريکا د ډيموکراتيک نظام د لويو ستونزو ښکارندويي کوي او د دې نظام لرليد د خوشبينۍ وړ نه دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل، چې امريکا ډېرې کورنۍ ستونزې لري او پر نورو د خپل ډيموکراتيک موډل د تپلو حق نه لري.