جرمني رسنۍ : ”د چين د فضايي تخنيکونو امتيازي حقونه د توغندي په شان په ډېرې چټکۍ زيات شوي“
cri2021-07-28 12:51:04
شريکول:

د جرمني د هېسي (Heise) خبري ويبسايټ د يوه تازه راپور په خپرولو سره ويلي، چې پخوا به فضايي تخنيکونه يوازې د ځينو هېوادونو په لاس کې وو، خو اوس د دغو تخنيکونو پرمختګ بې ساري سمسور پړاو ته داخل شوی او د امتيازي حقونو د غوښتونکو شمېر يې په ډېرې چټکۍ سره زيات شوی دی چې پدې برخه کې د چين خدمت ډېر د ليدو وړ دی.

ياد راپور د اروپا د امتيازي حقونو ادارې، د اروپا د فضايي تګلارو انسټيټيوټ او د اروپا فضايي ادارې د څېړنيز رپوټ په قول ويلي، چې په تېرو لسو کلونو کې د هغو فضايي تخنيکونو شمېر چې د امتيازي حقونو غوښتنليکونه يې د چيني ساينسپوهانو لخوا وړاندې شوي، د توغندي په شان په ډېرې چټکۍ زيات شوي او په ۲۰۱۸م کال کې دغه شمېر د نړۍ نږدې نيمه برخه نيولې ده.