د روغتيا نړيوال سازمان کارپوه ليوف: دغه سازمان اوس د امريکايانو له ډېرو فشارونو سره مخ دی
CRI2021-07-29 15:05:42
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د ساري ناروغيو متخصص او روسي ساينسپوه ليوف په دې وروستيو کې د سي جي ټي اېن له خبريال سره په ځانګړې مرکې کې وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان اوس له ډېرو فشارونو سره مخ دی، او دغه فشارونه د امريکايانو له خوا پرې اچول شوي دي. نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې ځيني سياستوال ځانونه د ويروس متخصصين بولي او د وو هان پر لابراتوار د دوی انتقاد بې بنسټه او ناسم دی. هغه زياته کړه، چې د چين څېړنيزو انسټېټيوټونو د ويروس د څېړنو لپاره ډېر خدمتونه کړي دي. هغه حقيقت اوس په ډاګه شوی، چې د کوويډ-۱۹ وبا له پېښېدو مخکې د نړۍ په نورو سيمو کې د دغه ويروس پېښې رامنځته شوې وې.

هغه وويل، د دغې وبا مخنيوی يوازې په داسې حال کې کېدای شي، چې په نړۍ کې تر ۸۰ سلنې زيات کسان د کوويډ-۱۹ ضد واکسين وکړي. چين نړۍ ته د کرونا وبا ضد د مبارزې ښه بېلګه ورکړې، خو امريکا کې حالت بل ډول دی، چې مسئوليت يې د ټرمپ د حکومت پر غاړه دی.