وانګ يي به د کرونا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم د لومړۍ غونډې مشري وکړي
CRI2021-07-29 17:27:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د اګست په ۵مه نېټه د کرونا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم د لومړۍ غونډې مشري وکړي. دغه غونډه به په انلاين ډول تر سره شي او د ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، د روغتيا چارو وزيران او د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو او  تصديو استازي به پکې ګډون ولري. د دې تر څنګ د چين او د ياد فورم د برخوالو هېوادونو د واکسين توليدوونکو تصديو ډيالوګ به د يادې غونډې د يوې برخې په توګه د جولای په ۲۹مه نېټه تر سره شي.