چين له نړيوالې ټولنې څخه له فلسين سره د لازياتو مرستو غوښتنه وکړه
cri2021-07-29 11:35:34
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د جولای په ۲۸مه نېټه وويل چې په فلسطين کې اوس بشري حالات د انديښنې وړ دی. نړيواله ټولنه بايد له فلسطين سره لازیاتې مرستې وکړي .

هغه په همدې ورځ د فسلطين مسئلې په هکله د امنيت شورا په يوې علنۍ غونډې کې دې ته په اشارې سره وويل چې که څه هم په غزه کې له شخړو څخه دوه مياشتې تېرې شوي، خو په نيول شويو فلسطيني سيمو کې وضعيت لاهم ترينګلی دی او دا د انديښنې وړ ده چې د اسرائيل يو اړخيز پوځي عمليات نور هم سخت شوي دي. چين له اړوندو خواوو څخه غواړي چې زغم او سړه سينه وساتي او د شخړو د شدت مخنيوی وکړي. چين هم پر اسرائيل غږ وکړ چې له نړيوالو قوانينو سره سم دې خپلې  چارې تر سره کړي، په يادو سيمو کې دې د اوسېدونکو خونديتوب او حقونه تامين او د بشري مرستو د برابرولو لپاره دې اسانتياوې برابرې کړي او  پر غزې دې بنديزونه لغوه کړي.(غاټول)