د چین استازي پر چين د امريکا نيوکې بې ځايه وبللې
cri2021-07-29 11:30:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چین د دايمي پلاوي لنډمهاله اتاشه دای بينګ د جولای په ۲۸مه نېټه د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په اړه د کارپوهانو د خپلواکې ډلې د راپور د اورېدو په هکله د م. م د عمومي اسامبلې په يوې غير رسمي غونډې کې وويل چې چين پر خپل هېواد  د امریکا بې بنسټه نيوکې نه مني او پر دې باور دی چې امريکا په سياسي لارو چارو د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې بريا نه شي تر لاسه کولی.

هغه زياته کړه چې د امريکا استازي په م.م کې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې ته يو ځل بيا سياسي رنګ ورکړی چې د ده دغه کړنه د يادې غونډې له موخې سره سمون نه لري. چين د امريکې  له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.(غاټول)