روغتيا نړيوال سازمان: په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۹۵۲۶۶۲۵۶ ته رسيدلی دی
cri2021-07-29 11:31:54
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۸مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولای د ۲۸مې نيټې د مازديګر تر شپږو بجو او لسو دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۱۴۰۱۲ زيات شوی چې په دې سره يې عمومي شمېر ۱۹۵۲۶۶۱۵۶ ته رسيدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۸۵۳۷ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۱۸۰۱۶۱ ته رسيدلی دی.(غاټول)