د يوې سروې د ۸۰ ٪ انټرنيټ کاروونکو په اند د کرونا ويروس د سرچينې د لټون مسئله سياسي شوې
CRI2021-07-29 15:20:07
شريکول:

د چين د سي جي ټي اين فکري ارګان د جولای په ۲۶مه نېټه د يوې انټرنېټي سروې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې د ۸۰ ٪ انټرنيټ کاروونکو ګډنوالو په اند د کرونا ويروس د سرچينې د لټون مسئله سیاسي شوې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۸مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د يادې سروې په اړه وويل، د سي جي ټي اين فکري ارګان په چيني، انګليسي، روسي، فرانسوي، هسپانوي او عربي ژبو انلاين نظرپوښتنه تر سره کړې او انټرنيټ کاروونکو ګډونوالو په دغې سروې کې دا ګډ غږ پورته کړی، چې امريکا د کرونا ويروس د سرچينې د لټون مسئله سياسي کړې ده.

نوموړي وويل، چې امريکا له تېرې يوې مودې راهيسې پر نورو هېوادونو د خپل مسئوليت د اچولو او د دوی بدنامولو لپاره کرونا وبا ته سياسي رنګ ورکړی، د کرونا ويروس په پلمه يې پر نورو هېوادونو بې بنسټه تورونه لګولي او د کرونا ويروس د سرچينې د لټون له چارو څخه يې ناوړه استفاده کړې ده، چې د دغه هېواد دغو ناوړو کړنو د کرونا ويروس د سرچينې د لټون علمي کار او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې ته سخت زيانونه رسولي دي.