نړيوالو انټرنېټ کاروونکو د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې له سياسي کېدو څخه خپګان ښودلی
cri2021-07-29 10:55:57
شريکول:

د چين د سي جي ټي اين د فکري ارګان  د ټولپوښتنې يو راپور په دې وروستيو ورځو کې د نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. د دغه راپور له مخې د ۸۰ ٪ انټرنېټ کاروونکو په اند د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئله سياسي شوې ده او په دې اند دي چې د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کارونه بايد د نړۍ په څو هېوادونو کې تر سره شي.د دغې ټولپوښتنې نتيجې څخه ښکاري چې د امريکا په مشرۍ د ځينو لويديځو هېوادونو هغه کړنه چې يادې مسئلې ته يې سياسي رنګ ور کړی، د نړيوالو ملاتړ نه شي تر لاسه کولی او نه هم د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې له تمايل سره سمون لري. نړيوال د دوی له يادې کړنې سره مخالفت کوي.

دغه ټولپوښتنه د جولای د ۲۴مې نيټې له سهاروختي څخه په چيني، بريتانوي، روسي، فرانسوي، هاسپانيايي او عربي ژبو پيل شوې وه.

د جولای د ۲۵مې نيټې د شپې تر لسو بجو پورې د ټویټر ۹۰ ٪ هاسپانيايي ، ۸۸ ٪ فرانسوي ، ۸۳٪ روسي ، ۷۰٪ انګليسي او ۶۸٪ عربي کاروونکو په اند د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې ته سياسي رنګ ورکړل شوې دی. په فېسبوک کې په منځنۍ توګه۸۳ ٪ بريټانوي، هاسپانيايي، فرانسوي او روسي کاروونکي هم ياد نظر لري. برسېره پر دې، د چين د ويبلاګ ۹۵٪ کاروونکو ور ته نظر څرګند کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې د ګڼو هېوادونو انټرنېټ کاروونکو د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې پر سياسي کېدو انديښنه څرګنده کړې ده.(غاټول)