خامنه يي: د امريکا په شمول لويديځ هېوادونه د ايران د ذروي مسئلې په  تړاو خبرو اترو کې باوري نه دي
cri2021-07-29 11:17:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ایران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د جولای په ۲۸مه نېټه وويل چې د امريکا په شمول لويديځ هېوادونه د ايران د ذروي مسئلې په تړاو خبرو اترو کې باوري نه دي. که دغه هېوادونه فرصت ولري، نو نورو هېوادونو ته به زيانونه ورسوي.

نوموړي په همدې ورځ د ايران د ولسمشر حسن روحاني په شمول له حکومتي چارواکو سره په يوه غونډه کې وويل چې په وروستيو يادو خبرو اترو کې امريکا پر خپل دريځ کلک ټينګار کړی او هېڅ پرمختګ يې نه دی موندلی. هغه زياته کړه، امريکا ژمنه کړې وه چې پر ايران به بنديزونه لغوه کړي، خو تر اوسه يې خپله ژمنه نه ده پوره کړې او د دې ترڅنګ يې له ايران څخه غوښتنه کړې چې په اوسني تړون کې نوی محتوا زياته کړي. نوموړي د ايران له  حکومت نه وغوښتل چې په کورنيو چارو کې پر لويديځو هېوادونو تکيه ونه کړي،که  تکیه ورباندې وکړي، نو ايران به زيانونه وګالي. (غاټول)