د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا او روسيې استازو د جولای په ۲۸مه نېټه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له ګډو نظريو سره سم د سويس په ژنيو کې د ستراتيژيک ثبات، د پوځي وسلو د کنټرول او د شخړو د کمښت په هکله د نظريو تبادلې کړې دي.
تر دغو خبرو اترو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې دغه خبرې اترې د امريکا او روسيې ترمنځ د ستراتيژيک ثبات د ډيالوګ پيل بللی او پکې ويل شوي چې د دغه خبرو اترو ګډونوالو په دې خبرو اترو کې د اړوندو مسئلو په باب رښتيني بحثونه کړي دي. دواړه خواوې به د سپتمبر په پای کې په راتلونکي دويمې غونډې کې د کارپوهانو د کاري ناستې په باب غير رسمي سلا مشورې وکړي. (غاټول)