چين: د روغتیا نړیوال سازمان د سکرتريت پلان د کوويډ-۱۹ د رېښې موندلو لپاره د دوهم پړاو نړيوالې همکارۍ ته بنسټ نه شي جوړولی
cri2021-07-30 10:26:42
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای په ۲۹ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د روغتيا نړیوال سازمان د سکرتريت هغه پلان، چې د کوويډ-۱۹د رېښې موندلو د دوهم پړاو کارونو لپاره يې وړاندې کړی، د دغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو لخوا نه دی منل شوی او د روغتيا د ۷۳ م نړیوال کنفرانس له پرېکړه ليک سره همدارنګه د چين او روغتيا نړیوال سازمان د ګډې پلټنې له نتيجې سره هم سمون نه لري، نو دغه پلان د کوويډ-۱۹ د رېښې موندلو لپاره د دوهم پړاو نړيوالې همکارۍ ته بنسټ نه شي جوړولی.

ښاغلي جاو لي جيان زياته کړه، چې د چین کارپوهان تر ياد سکرتريت مخکې له روغتيا نړیوال سازمان سره د لومړي پړاو پلټنې د نتيجې پر اساس د کوويډ-۱۹ د رېښې موندلو د دوهم پړاو کارونو پلان جوړ او وړاندې کړی دی.