د جنوبي افريقا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي انيل ويلي، چې بېلابېل هېوادونه بايد د کرونا ويروس د ريښې موندلو له چارو څخه سياسي
ګټې وانخلي او بايد خپله توجه له مخ پر ودې هېوادونو سره د واکسين د تطبيق مرستې ته ورکړي.
نوموړي د کرونا ويروس د ريښې موندلو په برخه کې له روغتيا نړیوال سازمان سره د چين همکارۍ ستايلي او ويلي يې دي، چې دغه سازمان هراړخيز راپور خپور کړی، نو بېلابېل هېوادونه دې خپله توجه له مخ پر ودې هېوادونو سره د واکسین مرستې، د واکسین عادلانه ويش او اقتصادي پرمختګ ته ورکړي.