چيو شياو يونګ: د افغانستان ستونزه دې له سياسي لارې حل شي
cri2021-07-30 10:23:29
شريکول:

د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي چيو شياو يونګ  د جولای په ۲۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې وويل، چې د افغانستان ستونزه دې له سياسي لارې حل شي.

ښاغلي چیو ياو یونګ په همدې ورځ په دوحه کې له شينهوا خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، چې دوحې ته د هغه د روان سفر هدف د افغانستان د سولې خبرو له اړوندو خواوو او ځينو هېوادونو په تېره بيا د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره  بحث دی، څو د بېلابېلو خواوو نظريې يووالي ته راشي او په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د رامنځته کولو لار ولټول شي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د افغانستان ستونزې د حل لپاره، همدارنګه د نړیوالې سولې، امنيت او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.