چين د امريکا د خارجه وزیر او د دا لای لا ما د استازي ترمنځ د کتنې په اړه غبرګون وښود
CRI2021-07-30 09:51:17
شريکول:

د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير انتوني بلينکن څو ورځې دمخه د هند په نوي ډيلي کې د دا لای لا ما له استازي سره کتلي دي. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه څرګنده کړه چې چين د هر هېواد د چارواکو او دا لای لا ما ترمنځ له هر ډول تماس نيونې سره مخالفت کوي. چين به په لازمي اقداماتو خپل حقونه وساتي. 

نوموړي وويل چې د شي ځانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او نورو هېوادونو ته پکې د مداخلې اجازه نه ورکوي. ۱۴م دا لای لا ما يوازې مذهبي شخصيت نه دی، بلکې له اوږدې مودې راهيسې يې له چين څخه د شی ځانګ سيمې د بېلېدو په موخه په ځينو فعاليتونو لاس پورې کړی دی. 

( سپوږمۍ)