د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ: د چيني لوبغاړو برياليتوبونه د وياړ ور دي.
CRI2021-07-30 14:42:17
شريکول:

د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د جولای په ۲۹مه نېټه د توکيو اولمپيک لوبو مطبوعاتي مرکز ته ولاړ او هلته يې د چين ميډيا ګروپ په سټوډيو کې د دغې رسنۍ له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه او و يې ويل، چې د توکيو په المپيک لوبو کې چيني لوبغاړو د المپيک ښه بڼه او روحيه ښودلې او د دوی لاسته راوړنې د وياړ وړ دي.

باخ په مرکه کې وويل، چې په بېلا بېلو سپورټي مسابقو کې د چيني لوبغاړو لاسته راوړنو د نړۍ پاملرنه جلب کړې او په خپلو کړنو سره يې نړۍ ته د دغه هېواد وړتيا او چټک پرمختګ څرګند کړی دی. باخ په دې مناسبت د رئيس شي جين پينګ مننه وکړه، چې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو په اړه د هغه د پېشنهاد په رڼا کې چينايانو په ژمنيو لوبو کې فعال ګډون کړی دی.

باخ په خپلو خبرو کې وويل، د المپيک نړيواله کمېټه د چين له ميډيا ګروپ سره ښې اړيکې لري او د دغې رسنۍ مننه کوي، چې د المپيک له لوبو څخه يې ملاتړ کړی دی.

نوموړي له مرکې وروسته د چين ميډيا ګروپ له مشر شن های شيونګ څخه د توکيو اولمپيک لوبو په اړه د دغې رسنۍ د کاري ډلې جامو ډالۍ تر لاسه کړه.