امريکا بايد په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو پړه ومني
CRI2021-07-30 14:42:27
شريکول:

د امريکا د علومو اکاډمۍ مجلې په دې وروستيو ورځو کې د حيرانتيا وړ اټکلي شميره خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد ساينس پوهانو له څيړنو وروسته موندلې، چې په دغه هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو رښتينی شمېر، ښايي ۶۰ سلنه له هغه شمېر څخه کم وي، چې کوم يې د دې هيواد اړوندې ادارې خپروي او پر ياد ويروس د اخته کسانو رښتینی شمېر ښايي ۶۵ ميليونو څخه هم زيات وي.

 له دې څخه څرګنديږي، چې د نړۍ تر ټول لوی پرمختللی هېواد امريکا نه ده توانېدلې، چې کرونا وبا کنټرول کړي. د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د دغه هېواد حکومت نورو هېوادونو ته د خلکو د ورتګ په پارهيڅ اغيزمن تدبيرونه نه دي نيولي او کوويډـ۱۹ ويروس له دغه هېواد څخه د نړۍ ګوټ ګوټ ته د خپرېدو په حال کې دی.

په امريکا کې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال کې د کوويډـ۱۹ پيښې رامنځته شوي، خو د دغه هېواد حکومت د سياسي ګټو په موخه يادې پېښې پټې وساتلې او پر هغو ساينس پوهانو يې فشارونه واچول، چې د کوويډـ۱۹ په اړه يې مالومات درلودل.

چين او روغتيا نړيوال سازمان پر وخت د کرونا وبا په هکله معلومات خپاره کړل، خو امريکا دغه مالومات بابيزه وبلل او هیڅ پاملرنه يې ورته ونه کړه او څو ځلې يې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول کړکۍ له لاسه ورکړه. کله چې په امريکا کې د کرونا وبا په چټکۍ خپره شوه، نو په ټولې نړۍ کې يې د دې وبا د خپرېدو په بهير کې خنډونه جوړ کړل.

د امريکا سياستوالو د کرونا وبا د خپرېدو په لومړيو وختونو کې د دغه هېواد په دننه کې د خپلو خلکو ژوند ته هيڅ پاملرنه ونه کړه او د نورو هېوادونو د خلکو روغتيا يې هم وننګوله او پر هر څه يې سترګې پټې کړې. د امريکا رسمي شميرې ښيي، چې د ۲۰۲۰م کال له اپريل څخه د ۲۰۲۱م کال تر مارچ پورې له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته د تلونکو کسانو شمېر څه دپاسه ۲۳ ميليونو تنو ته رسيدلی دی.

د استراليا صدراعظم سکوټ موريسون د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې ويلي وو، چې په دغه هېواد کې د کرونا په پيښو کې ۸۰ سلنه ناروغان له نورو هېوادونو څخه، په تېره بیا زياتره برخه یې له امريکا څخه ورغلي وو. د اسرائيلو د تيل اويو پوهنتون د ۲۰۲۰م کال په مۍ مياشت کې يوه څيړنيزه پایله خپره کړه، چې له مخې يې پر کوويډـ۱۹ د دغه هېواد اخته کسانو کې شاو خوا ۷۰ سلنه یې هغه ناروغان وو، چې له امريکا څخه دغه هيواد ته ورغلي وو. په ورته وخت کې د کاناډا حکومت د څو ایالتونو د کرونا وبا د پېښو شمېرې خپرې کړې او ويلي يې وو، چې له امريکا څخه د کوويډـ۱۹ ويروس ناروغانو د ورتګ له امله دغه ويروس په دغه هيواد کې خپور شوی دی.

امريکا لاتيني امريکا ته زيات شمېر ناقانونه کډوال وليږدول، يوه یې هم د کوويډـ۱۹ ويروس ټېسټ نه و کړی، چې له امله یې لاتيني امريکا د دغه ويروس له امله سخته ځپل شوې ده.

د ګواتملا روغتيا وزير د ۲۰۲۰م کال په اپريل کې وويل، چې له امريکا څخه دغه هېواد ته د کډوالو د ليږدولو په الوتکو کې د کرونا پيښو منځنی انډول ۵۰ سلنې، حتی ۷۵سلنې ته  رسيدلی دی. نيويارک ټايمز د يوې تبصرې په خپرولو سره ليکلي، چې له امريکا څخه نورو ځايونو ته د کډوالو د ليږد کړنې د کرونا ويروس د خپرېدو سبب شوې دي.

برسيره پر دې امريکا په ټوله نړۍ کې نظامي فعاليتونه تر سره کوي او په زياتو هېوادونو کې يې نظامي اډې او بيالوژيک لابراتوارونه جوړ کړي او د نړۍ ګڼو هيوادونو کې يې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول چارو ته ګواښونه رسولي دي. د سيودوري روسيويلټ نمبر درلودونکو څو الوتکه وړونکو بيړيو کې د کرونا پيښې رامنځته شوې، په جاپان کې زيات شمېر ميشت امريکايي سرتيري په دغه ويروس اخته شول او بله دا چې د نړۍ ډېرو هيوادونو کې د امريکا بيالوژيکو لابراتوارونو ته نژدې ځايونو کې د تنفس سيستم ساري ناروغۍ خپرې شوې دي...... د امريکا خبري رسنۍ وايي، چې دغه هېواد د نړۍ ګوټ ګوټ ته ويروس خپور کړی دی.

خو امريکا تل خپله پړه پر نورو هېوادونو اچوي، خو هيڅکله يې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې خپلو کارونو ته پاملرنه نه ده کړې. د امريکا ځيني سياستوال کرونا وبا ته سياسي رنګ ورکوي، د کرونا ويروس په پلمه يې نور هيوادونه بدنامه کړل، د کرونا ريښې لټولو چارې د وسلې په توګه کاروي او دا نيت لري، چې د کرونا وبا د مخنيوي په کارونو کې خپلې دندې پر نورو واچوي او پر چين د تور لګولو او فشار اچولو خپل سياسي هدف پلی کړي. د امريکا دغه کړنې په حقيقت کې ټولې نړۍ ته داسې سياسي ويروس خپروي، چې د کرونا وبا په پرتله به ډېر سخت وي.

د کرونا وبا ضد مبارزه د ټولو ګډه دنده ده، خو د امريکا د سياستوالو لپاره د شخصي ګټو د تر لاسه کولو يو ډګر ګرځيدلی دی. امريکا نه يوازې د کرونا وبا ضد په مبارزه کې پاتې راغلې، بلکې خپله یې ټولې نړۍ ته دغه وبا خپره کړه او اوس د دغې وبا د وقايي او کنټرول په نړيوالو همکاريو کې سياسي لاسوهنه کوي.

د دغه هېواد چارواکي نامسئولانه کړنې ترسره کوي، د ساينس درناوی نه کوي او له نړيوالو اصولو څخه سرغړونه  او د خلکو ژوند زيانمنوي.