د افغانستان په ختيځ کې سختو سيلابونو لږ تر لږه ۴۰ تنه وژلي
CRI2021-07-30 09:38:37
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د نورستان ولايتي شورا مشر سعد الله پاينده زوی د جولای په ۲۹مه نېټه رسنيو ته وويل چې د همدې ورځې په سهار وختي د سختو بارانونو له امله سيلابونه رامنځته شوي او د دغه ولايت د نامديش ولسوالۍ يو کلی يې لاندې کړی دی. تر اوسه ۴۰ مړي پيدا شوي او نور يو شمېر نور لا هم ورک دي. دغو سيلاوبونو زيات شمېر کورونه، کروندې ځمکې او د مېوو ونې هم ويجاړې کړې دي.

( سپوږمۍ)