راپور: واکسین لاهم د کرونا وبا د مهارولو لپاره اغېزمنه وسيله ده
cri2021-07-30 10:19:18
شريکول:

د بواو سيايي فورم د جولای په ۲۹ مه نېټه په بېجینګ کې ((په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین تطبيق)) راپور خپور کړ.

دغه راپور کابو ۲۰زره کليمې لري او په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین د څېړنې، توليد، تطبيق، اغېزې او لرليد په اړه هراړخيز معلومات پکې ورکړل شوي دي.

په دغه راپور کې ليکل شوي، چې د کوويډ-۱۹ويروس بدلونونو د واکسین اغېزې ننګولې دي، خو واکسین لاهم د کرونا وبا د مهارولو لپاره اغېزمنه وسيله ده. په نړۍ کې د کرونا وبا د دوام وخت د واکسین د جوړولو او ويشلو له سرعت سره اړيکې لري.