د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۹مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د جولای د ۲۹مې نېټې د شپې تر ۶ بجو او ۱۷ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۹۵۱۴۹ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۱۹۵۸۸۶۹۲۹ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۸۸۰۴ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۱۸۹۱۴۸ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)