عکس: د اريانا نيوز له ويبپاڼې څخه
څلور کاله دمخه ، له افغانستان څخه مهدي یاوري شاید فکر نه وي کړی چې یوه ورځ به هغه د خپل هېواد په استازیتوب د اولمپیک شوټینګ میدان کې ودریږي.
یاوري له ماشومتوب راهیسې ایران ته جلاوطن شوی و او څلور کاله دمخه د سویس په نیون کې میشت شو. په هغه کال کې ، د ایټالیا پخوانی شوټینګ اولمپیک اتل نیکولو کمپریاني د (مارک پریږدئ) په نوم یوه پروژه پیل کړه، هیله یې درلوده چې د سپورتي ميدان له لارې له هغه خلکو سره مرسته وکړي چې په ژوند کې له بدبختیو سره مخ شوي وي.
په ۲۰۱۹ کال کې ، ۲۴ کلن ياوري د نوموړې پروژې د لومړۍ ډلې لوبغاړی شو او د توکیو المپیک په موخه يې روزنه پیل کړه. د یادونې وړ ده چې مخکې له دې چې د دې پروژې لپاره غوره شي ، هغه د شوټینګ تجربه نه درلوده، او له دوه کلونو څخه لږ روزنې وروسته ، هغه د المپیکي لوبو معیار ته ورسید ، کوم چې یوه د پام وړ لاسته راوړنه ده.
افغان پلاوی د توکیو المپیک لوبو د پرانستې مراسمو ته ورغی
که څه هم ياوري د نارینه وو د لسو مترو په اوږدوالي د چره يي توپنجې په لومړۍ سيالي کې د وړتیا په ترلاسه کولو کې پاته راغلی، خو د هغه لپاره، د اولمپیک مرحلې ته د تګ وړتیا دمخه په ځان کې د یادونې وړ بریا او باور وو.
یاوري څرګنده کړه چې هغه ویاړي د افغانستان په استازیتوب په سیالۍ کې ګډون کوي.
هغه هیله لري چې په اولمپیک لوبو کې برخه اخیستو سره د پناه غوښتونکو ، کډوالو او بې ځایه شویو کسانو په اړه د خلکو نظر بدل کړي.