د روان کال په دوهمه ربعه کې د امريکا اقتصاد تر اټکل کمه وده کړې
cri2021-07-30 10:20:49
شريکول:

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۲۹ مه نېته يوه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په دوهمه ربعه کې د دغه هېواد اقتصادي وده ٪۶.۵ ښودل شوې او تر اټکل (٪۸.۵) شاوخوا دوه سلنه کمه ده.

ياده شمېرنه دا هم ښيي، چې په امريکا کې د کرونا ضد واکسین د تطبيق لړۍ د ګړندېتوب او د اقتصادي فعاليتونو د بيا پېلېدو په خاطر امریکايي مشتريانو او تصديو خپل لګښت او پانګې زیاتې کړې، چې پدې سره د دغه هېواد د اقتصاد پرمختګ بيا ګړندی شوی، خو د روان کال په دوهمه ربعه کې د دغه هېواد اقتصادي وده تر تېرې ربعې یوازې ٪۰.۲ زیاتوالی ښيي، چې له وړاندوينې سره لوی واټن لري.