امريکا د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې اوږد تاریخ لري چې ډیرې یې د دغه هېواد د استخباراتي معلوماتو له مخې ثبت شوې دي. د دغه هېواد د مداخلې لارې چارې له پټو عملیاتو څخه تر نظامي يرغل پورې دي چې د نړۍ ګڼو خلکو ته يې يوازې ناورینونه او بحرانونه راوړي دي.