د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د اوسني اقتصاد په هکله يوه غونډه تر سره کړه
CRI2021-07-31 15:09:41
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د جولای پر ۳۰مه يوه غونډه تر سره کړه چې په کښې يې اوسني اقتصاد حالات شننه او څيړنه وکړه او د روان کال د دويمې نيمايي اقتصادي کارونه يې تنظيم کړ. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.

په دغه غونډه کې د اصلاحاتو د پياوړتيا، د لوړې سويې د ورخلاصون، د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د باکيفيته پرمختګ د هڅونې په شمول يو لړ غوښتنې وړاندې شوې دي. په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوي، چې بايد د کرونا ضد واکسين د کولو کارونه پر مخ بوزي، دغه راز د بېجينګ د دوبني اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو د تياريانيو کارونه دې په ښه توګه تر سره شي.