د بېجينګ د المپيک لوبو انتظامي کميټه د کرونا وبا د مهارولو لپاره تګلارې جوړوي
cri2021-07-31 11:55:56
شريکول:

د بېجینګ د المپيک لوبو انتظامي کمېټې چارواکي ليو يو مين د جولای پر ۳۰ مه نېټه د دغې کمېټې په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې دغه کمېټه به د توکيو المپيک لوبو د تجربو زده کړه وکړي او په بېجينګ کې به د کرونا وبا د مهارولو تګلارو پر اساس د بېجينګ المپيک ژمنيو لوبو لپاره د وبا ضد اغېزمن اقدامات غوره کړي.

نوموړي وويل، چې د بېجينګ المپيک لوبو په لوبغاليو کې به ځانګړي دهليزونه، ګرځنده تشنابونه او د قرنطين ځايونه جوړ شي او د ټولو لوبغالو د جوړولو کارونه به په روان کال کې بشپړ شي.

د جولای ۳۱ مه نېټه د بېجينګ له لوري د المپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب د ترلاسه کېدو ۶ مه کليزه ده.

ښاغلي لیو يو مين وويل، چې په بېجينګ او جانګ جيا کو دوو ښارونو کې به د ۲۰۲۲ کال د المپيک ژمنيو او د معيوبينو المپیک ژمنيو لوبو لپاره ۳۹ لوبغالي وکارول شي او د تېر کال تر پايه پورې ۱۲ لوبغالي جوړ او سپارل شوي دي.