امريکا له تايوان څخه په استفاده د چين په کورنيو چارو کې مداخله کوي
cri2021-07-31 12:00:46
شريکول:

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د چين د تايوان ولايت په اړه يوه لایحه تصويب کړې او په دې سره يې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزارت څخه له ياد ولايت سره د مرستې پلان د جوړولو غوښتنه کړې، څو دغه ولايت د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې د کتوونکي په توګه ګډون وکړي.

تايوان د چين یو ولايت دی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او د روغتيا نړيوال کنفرانس د اړوندو پرېکړه ليکونو له مخې، د يوه چين پېژندنې پر اصل دې ټينګار وشي، نو ياد کنفرانس له ۲۰۱۷ کال راهيسې څو څو ځلې د امريکا هغه وړانديز چې تايوان ته د ياد کنفرانس د کتوونکي حيثیت ورکړي، رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي سياستوال چين د امريکا تر ټولو لوی سيال بولي او له تايوان سره د خپلو اړيکو د نږدې کولو په لټه کې دي.