د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا د وباوو پر وړاندې د انسانانو د مبارزې په تاريخ کې ډېره بدرنګه پاڼه ليکلې
cri2021-07-31 12:00:19
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جولای پر ۳۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه سياسي کوي، ساينس او حقيقت ته درناوی نه کوي، له دې وبا سره د خپلې کمزورې مبارزې مسئوليت پر نورو هېوادونو اچوي او د نورو هېوادونو د مخنيوي هڅه کوي.

ښاغلي جاو لي جيان په خپلو خبرو کې له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا وبا په لومړيو کې دې د ناروغانو شمېر او د اړوندو معاينو معلومات خپاره او چک کړي، د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو ته بايد اجازه ورکړي چې  فورټ ديټريک لابراتوار، په بهرنيو هېوادونو کې څه باندې ۲۰۰ امريکايي لابراتوارونه او شمالي کارولينا پوهنتون وڅاري او بايد په هغو امريکايي پوځيانو کې د ناروغانو اړوند معلومات خپاره کړي، چې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې يې د چين په وو هان ښار کې د پوځيانو د ۷ مې دورې په نړيوالو لوبو کې ګډون کړی و.

راپورونه خپاره شوي چې د امريکا شمالي کارولينا پوهنتون د ويروسونو د څېړنې په برخه کې په نړۍ کې ډېر مخکښ دی او د کرونا ويروس د جوړولو او بدلولو غښتلی توان لري.