د روسيې رايټا ورځپاڼې په چين کې د بهرنيو پانګونو په اړه يو راپور خپور کړی او په کښې ليکلي يې دي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې ۲۳زره بهرنۍ کمپنۍ پرانيستل شوي او په دې سره عمومي شمېر يې له يو ميليون څخه زيات شوی دی. د چين اقتصاد ثابت پرمختګ کړی او لرليد يې د خوشبينۍ وړ او لوی بازار يې بهرنيو پانګوالو ته ډېر جالب دی.
په ياد راپور کې ليکل شوي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې لګول شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۸.۷ زياتوالی ښيي چې په دې وروستيو ۱۰ کلونو کې بې سارې دې او په لومړي ځل تر امريکا زياتې دې.
دغه راپور د روسيې د پارلمان د بودجې او مالياتو کمېټې د مرستيال له قوله ليکلي، چې له کرونا وبا سره د چين مبارزه ډېره بريالۍ ده.
د روسيې د ملي پرمختګ انسټيټيوټ رئيس له رايټا ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د چين ثابت پرمختګ د لويديځو پانګوالو لپاره ډېر جالب دی.