امریکا د کرونا په مسئله کي شریک جرمي ده
cri2021-07-31 14:08:29
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو ورځو کې يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې تېره اوونۍ په امريکا کې پر کرونا د نويو اخته کسانو شمېر ۵۰۰۳۳۲ ته رسيدلی چې دغه شمېر د تېرې يوې اوونۍ په پرتله په سلو کې ۱۳۱ اعشاريه ۱ زيات شوی دی. په دې سره يې امريکا په همدې اوونۍ کې په نړۍ کې هغه هېواد ګرځيدلی چې پر کرونا د اخته کسانو شمېر يې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر دی. تر اوسه پورې په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو او د مړه شويو کسانو شمېرونه په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی، خو د امريکايي خبري رسنيو د خبر له مخې امريکا د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.

 اوس مهال د ډيلټه په نوم د کرونا بدلېدونکي ويروس په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی او د کرونا وبا پر وړاندې د انسانانو مبارزه لا هم روانه ده، نو نړيواله ټولنه  په دې مبارزې کې د مختلفو خواوو يووالي ته اړتيا لري، خو امريکا چې تل يې ويلي چې د دغې مبارزې مشري به وکړي، د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو مسئلې ته يې سیاسي رنګ ور کړی او د کرونا ويروس د مجرم شريک په څېر ده.

په دې هېواد کې د سياسي ګوندونو ترمنځ د سيالۍ له امله له کرونا وبا سره د امريکا مبارزه په ناسمه لور روانه ده چې دا د سیاسي نظام  نيمګړتيا ده. د جوبايډن په مشرۍ د امريکا د اوسني حکومت د واک تر لاسه کولو وروسته نيم کال تېر شو، خو په دې هېواد کې هغه حالت په اصلي توګه نه دی بدل شوی چې امريکايي سياستوال د ساينس په پرتله سیاسي ګټو ته ډېر ارزښت ور کوي. ګڼو امريکايي طبي پوهانو په دې اړه خپګان ښودلی او ويلې یې دي چې امريکا تورې مرحلې ته داخله شوې ده.

ډېرو امريکايانو د کرونا وبا پر وړاندې د امريکا حکومت د نيول شويو تدبيرونو په هکله خپګان هم ښودلی، خو څنګه دغه خپګان لېرې شي؟ د دې هېواد اوسني حکومت د تېرې دورې حکومت له خوا غوره شوې تګلاې ته ادامه ور کړې او پر نورو هېوادونو یې تورونه لګولي دي. په دې وروستيو ورځو کې د امريکا لوري په دوامداره توګه د کرونا ويروس د سرچينې د لټولو کار ته سياسي رنګ ور کړی او په پر له پسې توګه يې د روغتيا پر نړيوال سازمان فشارونه اچولي چې موخه يې د دغه کار کڼترول دي. د دې ترڅنګ امريکا هم د م. م په ځينو غونډو کې ناسمې څرګندونې وکړې تر څو د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې د خپل هېواد د ناکامېدو پړه پر چين واچوي. دا څرګنده ده چې د امريکا اوسني حکومت د تېرې دورې د حکومت له ناسمو کړنو څخه درس نه دی اخيستی او لاهم په ناسمه لور روان دی.

سياسي کړنې د کرونا ويروس مخنيوی نه شي کولای، برعکس په ياده مبارزه کې د مختلفو خواوو ترمنځ د همکاريو مخه نيولای شي چې له دې کبله به د امریکايانو په شمول ټول نړيوال له لازياتو خطرونو سره مخ شي. نړيواله ټولنه اوس له دوو ويروسونو سره مخامخ ده چې يو يې د کرونا ويروس دی او بل يې سياسي ويروس دی، نو زمونږ اوسنۍ دنده دا ده چې مونږ دې نه يوازې د کرونا ويروس سرچينه بلکې د سياسي ويروس سرچينه هم ولټوو تر څو انسانان اوسني بحران لېرې کړي او دواملرونکي پرمختګ ومومي.