په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځي په پرتله ۶۲۳۷۰۷ زيات شوی
CRI2021-07-31 15:11:09
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د جولای پر ۳۰مه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه، چې د منځنې اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۳۰ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځي په پرتله ۶۲۳۷۰۷ زيات شوی او په دې سره يې عمومي شمېر ۱۹۶۵۵۳۰۰۹ ته رسېدلی. د ياد سازمان د خپاره شويو ارقامو له مخې په دې موده کې د کرونا له امله ۱۰۳۵۳ تنه مړه شوي او د مړو عمومي شمېر يې ۴۲۰۰۴۱۲ ته رسيدلی دی.