د روغتيا نړيوال سازمان: تر راتلونکو دوو اونيو پورې به په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۰۰ ميليونو واوړي
CRI2021-07-31 15:10:26
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د جولای پر ۳۰مه وويل، چې په تيره يوه اونۍ کې په ټوله نړۍ کې د کرونا د نويو پيښو شمېر نژدې ۴ ميليونو ته رسيدلی دی. د اوسني تمايل له مخې، اټکل کېږي چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې به په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰۰ ميليونو څخه اوښتی وي.

نوموړي وويل، چې له دې امله د کرونا د ډيلټا ويروس د خپرېدو سرعت ډېر چټک دی، نو د کرونا د نويو پيښو شمېر او د کرونا له امله د مړه شوو کسانو شمېر ډېر زيات شوی. اوس مهال د ټولې نړۍ په ۱۳۲ هېوادونو او سيمو کې پر ډيلټا ويروس د اخته پيښې ثبت شوې دي.