امريکا ولی د خپلو بيالوژيکو لابراتوارونو په هکله د جواب ورکولو جرات نه لري؟
CRI2021-07-31 14:04:15
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې له چين څخه د جاپان د تيري کوونکو سرتيرو د ۷۳۱ پوځ لخوا د انسانانو پر بدن ميکروب لرونکي ازموينو په اړه دري راپورونه خپاره کړل، چې پر دغه سند باندې( د امريکا د ماريلانډ د ډيټريک فورټ بيالوژيکي لابراتوار) ليک تر سترګو کيږي.

ياد پوځ د امريکا د ماريلانډ د ډيټريک فورټ له بيالوژيکي لابراتوار سره ټينګې اړيکې درلودې چې د زياتو خبرونو، ليکنو او مستندد فلمونو له لارې دغه تور تاريخ د افشا کېدو په حال کې دی.

د امريکا د ارشيف د معلوماتو له مخې، له ۱۹۴۶ کال څخه تر ۱۹۴۹ کال پورې د انسانانو پر بدن د ميکروب لرونکو ازموينو او وسلو نژدې ۶۰ څېړني د ډيټريک فورټ په بيالوژيکي لابراتوار کې تر سره شوي. امريکا په هغه وخت کې  ۷۳۱ جاپاني پوځ ته ۲۵۰ زره جاپاني يوانه ورکړې چې د دغو ازموينو ارقام تر لاسه کړي. په ۱۹۵۶ کال کې د ډيټريک فورټ بيا لوژيکي لابراتوار د امريکا د فدرالي حکومت له خوا د بيالوژيکي څيړنې په ساحه کې د دايمي اډې په توګه ټاکل شوی.

د ۲۰۱۹ کال په جولای او اګست کې د دغه لابراتوار په يو سند کې څرګنده شوی چې له دغه لابراتوار څخه دوه ځلو د ويروس د خپرېدو چاري رامنځته شوې. د امريکا د ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي مرکز پريکړه وکړه چې په دغه لابراتوار کې د څيړنې کارونه پای ته ورسوي، خو دغه لابراتوار تر لنډ وخت تړل کیدو وروسته بيا د کټی اخستني لپاره په فعالیت پيل وکړ. د لسګونو کلونو راهيسې امريکا په ټوله نړۍ کې څه له پاسه دوه سوه بيالوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي دي.